د عامې روغتيا ملي انسټيټوټ

د افغانستان دعامې روغتيا ملي انسټيټوټ په کال ١٩٦٣ ميلادي کې د المان  حکومت په مرسته جوړ او تاسيس شوى چې له ۲۵ کلونو ګټور او مهمو فعالیتونو وروسته د جګړې په کلونو کې ګډوډ او له سکوت سره مخامخ شو .

 

د ۲۰۰۳ میلادی کال د اکتوبر په میاشت کی د امریکی  د ناروغیو د کنټرول د مرکز د چاپیریال د روغتیا د څانګی سره په تفاهم او دهغو په مرسته د افغانستان د  وروسته له بیړنیو حالاتو دعامی روغتیا د مرکز په توګه بیرته ورغول شو چی د عامی روغتیا ملی انسټیټیوت د بیرته رغیدنی لباره یی لیار هواره کړه.

 

د دې لپاره چې د عامې روغتيا وزارت وړتيا په لاندی برخو کی لوړه شی،  د عامی روغتیا وزارت رهبرۍ او په ځانګړی توګه د جلالتمآب وزیر ډاکټر سید محمد امین فاطمی او جناب محترم ډاکټر فیض الله کاکړ د مسلکی چارو معیین په ځانګړی پاملرنی او علاقمندۍُ،  د ۲۰۰۶ میلادی کال د جولای په میاشت کی د امریکی د متحده ایالاتو د انسانی روغتیا وزارت او د ناروغیو د کنټرول د مرکز په مالی او تخنیکی مرسته،  د افغانستان د وروسته له بیړنیو حالاتو دعامی روغتیا مرکز، د عامې روغتيا ملي انسټيټوټ په توګه او نامه بیرته ورغول شو:  

 

  • په عصري عامه روغتيا او مدیریت کې د عامې روغتيا د کارکوونکو روزنه،
  • داوسنى  روغتيايي وضعيت د معلومولواو د روغتيا يي کړنو د موثريت دارزوونی په مقصد د څيړنو همغږي کول او پلی کول،
  • د ناروغيو په وړاندی د پر وخت عکس العمل ښودنې او غښتلي کولو په مقصد د سرويلانس او DEWS (د ناروغیو د رامنڅ ته کیدوڅخه د پر وخت خبریدنې د سیستم)  جوړول،
  • او د شواهدو پر بنسټ د پاليسۍ جوړولو او تصميم نيولو لپاره د ارقامو تحلیل او څیړنه اود معلوماتو برابرول.

 

دافغانستان د عامی روغتیا وزارت او د امریکی د متحده ایالاتو د انسانی روغتیا وزارت او د ناروغیو د کنټرول د مرکز د همکارۍ لوظنامه چی بر بنسټ یی د عامې روغتيا ملي انسټيټوټ بیرته ورغول شو په لمړی قدم کی د چرګانو د والګی په وړاندی د تیاری او د مور او ماشوم د روغتیا په ښه کولو تاکید لری.

 

 د عامې روغتيا ملي انسټيټوټ له لاندی پنځه ډیبارټمنټونو څخه جوړ شویدی:

 

  • د عامی روغتیا د ريسرچ يا  څيړنو ډيپارټمنټ
  • د عامې روغتيا او منجمنټ په څانګو کی د پرسونل د روزنې ډيپارټمنټ
  • د سرویلانس او DEWS  یا د ناروغیو د رامنڅ ته کیدوڅخه د پر وخت خبریدنې د سیستم ډيپارټمنټ
  • د روغتيا د ارتقا یا پرمختیا ډيپارټمنټ
  • د عامی روغتیا لابراتوارونه

 

 

د عامې روغتيا ملي انستيټوټ د 324 تنو فنی، اداری او خدماتی پرسونل په درلودلو سره دعامی روغتيا وزارت  د اصلي ودانۍ په دريم پوړ او لابراتوارونه یی د ارتل پله ته څیرمه موقعيت لري . د پرسونل جزئیات یی په ګرافونو کی وګوری.

 

دافغانستان د عامې روغتيا ملي انستيټوټ د عامې روغتيا وزارت اکاډيميک او فکری اورګان دی چې :

 

  • په عامې روغتيا او مدیریت کی د وزارت بشري ځواک ته پوهه، مهارت او پرمختيا ورکوي
  • د اوسني روغتيايي حالت او د روغتيايي سيستم د کړنو او موثريت د ارزونې لپاره اړينې څيړنې تر سره او همغږې کوي .
  • د شواهدو پر بنسټ تصميم نیولو ، پاليسيو او پلانونو جوړولو په موخه، ارقام، تحليل او لازم روغتيايي معلومات برابروی.
  • د ناروغیو او ابپیډیمیو پر وړاندی د پر وخت عکس العمل په مقصد د سرویلانس او د ناروغیو د رامنڅ ته کیدوڅخه د پر وخت خبریدنې  سیستم  فعال او پیاوړی کوی.
  • لابراتوارونه یی د لابراتواری ازموینو د ریفرینس، د ریسرچ او سرویلانس د مرکز او د نورو لابراتوارونو د ظرفیت دلوړولو او په هغو کی د کیفیت د تامینولو دنده او مسئولیت لری.
  • د روغتيا د ارتقا یا پرمختیا په موخه او په  خلکو کی د روغتیایی سلوک او کړنو د رواجولو او د هغو په  ژوندانه کی د مثبت بدلون راوستلو په موخه د عامې روغتيا وزارت ظرفيت لوړوی.

 

هيله ده چې په نږدې راتلونکې کې به زمونږ د پارتنرانو په ( مالي او تخنيکي ) مرسته د عامې روغتيا ملي انستيټوټ د عامې روغتيا او منجمنټ د روزنی، څيړنو او معلوماتو د برابرولوِ په عالی مرکز، او د نړۍ د روغتیا سازمان د تخنیکی همکاریو او د عامی روغتیا وزارت په متفکر مغز بدل شی